په داسې حال کې چې په شمال کندز ولایت کې پر یوه ښوونځي د بهرنیو ځواکونو له خوا د هوایي برید په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ موماوریت د طالبانو هغه ادعاوې رد کړل، چې ګوا کې په دغه هوایي برید کې د ښوونځي وداني په بشپړه توګه له منځه تللې ده او په ترڅ کې یې ګن شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند وېیلیام سالوېن وایي، د طالبانو دغه تورونه بی بنسټه دي چې پکې ویل شوي چې د امریکایي ځواکونو له خوا د کندز پر یوه ښوونخي هوایي بریدونه ترسره شوي دي.
نوموړې زیاته کړه، که څه هم امریکایي ځواکونه تیره شپه په کندز ولایت کې هوایي بریدونه ترسره کړل، خو د افغان چارواکو په وینا د ښوونځي وداني په اشپزخانه کې د اور د لګېدو له امله په نسبي ډول زیانمن شوي.
د ښاغلي سالوېن په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې چې تیره شپه ترسره شوه، د وسله والو طالبانو مستحکم ځایونه او ماینونه له منځه وړل شوي.
له دې وړاندې ځینې سیمه ییز چارواکی ویلي وو، چې د هوایي برید په ترڅ کې د کندز ښار په ختیځ کې د خواجه مشهد ښوونځي وداني او یو شمېر کورونه سخت زیانمن شوي دي.