کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش رهبر البغدادي کیدی سی د روسانو له خوا وژل سوی وی

27 جوزا 1396 ساعت 14:49

مسکو په ډاګه کړې، چې کیدی شي ابوبکر البغدادي د دوی لخوا د می د ۲۸ په یو هوایي برید کې وژل شوی وي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د روسیې دفاع وزارت د څېړنو په حال کې دی، چې کیدی شي د اسلامي دولت یا داعش رهبر البغدادي د دوی لخوا د سوریې په کوم هوایي برید کې وژل شوی وي که نه؟
دغه هوایي برید د سوریې د شمال په رقه ښار کې د داعش پر پوځي شورا شوی و.
دا په داسې حال کې ده ، چې له دې مخکې هم ځو ځله د البغدادي د مرګ خبر خپور شوی دی.
تر ډېر وخته د بغدادي د اوسیدو ځای چاته څرګند نه و؛ خو کله، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو په موخه هځې پیل کړې؛ داسې وانګیرل شوه، چې البغدادي به په همدې ښار کې اوسیده.


د مطلب کود: 144902

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144902/د-داعش-رهبر-البغدادي-کیدی-سی-روسانو-له-خوا-وژل-سوی-وی

آوا
  https://www.avapress.com