کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی:

حکومت دې وښيي، چې خپلواک دی

30 حوت 1395 ساعت 10:38

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سیمې د هېوادونو د باور د ترلاسه کولو لپاره له ملي وحدت حکومت څخه غواړي وښيي، چې خپلواک دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، حامد کرزی وایي؛ ملي وحدت حکومت دې په ډاګه کړي، چې نه د امریکا تر لاس لاندې دی او نه د سیمې د هېوادونو مخالفت کوي او په خپلو چارو کې هم خپلواک دی.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې یو وخت د امریکا د باور وړ او نږدې ملګری یې بلل کیده؛ خو د خپلې دوه یمې دورې په وروستیو کې یې له امریکا سره اړیکې خړې پړې شوې.
حامد کرزی وايي؛ امریکا په افغانستان کې د جګړې د دوام او د سخت دریځۍ د ودې زمینه برابره کړې ، چې د سیمې هېوادونه یې اندېښمن کړي دي.
نوموړی د امریکا په پوځي حضور کې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ د الوتکو الوتنې پر افغانستان ښکاره تېری ګڼي او زیاتوي، چې اسلام اباد افغانستان ته ښه نیت نلري او د افغانستان په جګړه کې پاکستاني پوځيان ښکېل دي.
په افغانستان کې د داعش حضور او د هغوی د بیرغ رپیدل په داسې حال کې، چې امریکا دلته حضور لري؛ هم د حامد کرزي لپاره د پوښتنې او اندېښنې وړ ګڼل شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر څرګندونو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
امریکا په دوه زره یوولسم میلادي کال کې له ترهګرۍ سره مبارزه پلمه کړه او پر افغانستان یې برید وکړ او د وسلوالو طالبانو واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود. اوس، چې له هغه وخته ۱۶ کاله په تېریدو دي؛ نه یوازې دا، چې سخت دریځي کمه نه شوه، بلکې لاپسې وغوړیده او امریکا د خپل تاریخ تر ټولو په اوږده جګړه کې را ښکېل شوې ده.


د مطلب کود: 139548

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139548/حکومت-دې-وښيي-چې-خپلواک-دی

آوا
  https://www.avapress.com