کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قندوز-بغلان لاره د طالبانو له لوری تړل سوې دی

13 سرطان 1396 ساعت 7:20

د کندز د علی آباد ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بغلان‎ـکندز لویه لاره پرون د طالبانو له لوري تړل شوې ده.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، امنیتي سرچینې ویلي چې تر اوسه سیمې ته امنیتي ځواکونه نه دې رسیدلي او طالبان د لویې لارې د سړک پر غاړو دي.
اخوا د کندز ولایت د ولایتي شورا غړی وایي، طالبانو د کندز په تلوکه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو بریدونه کړي دي.
د کندز د ولایتي شورا غړی زیاتوي، د کندز په ځینو برخوکې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
یوې امنیتي سرچینه ویلي، د امنیتي ځواکونو یوه چورلکه چې غوښتل یې تلوکه سیمې ته ولاړ او هلته له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، په لاره کې د تخنیکي ستونزو له کبله د کندز په بالاحصار سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې ده.
د کندز ښار ته نېږدې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ تېره ورځ نښتې هغه‎مهال زور واخیست چې یادې ډلې د ښار نېږدې څو برخو باندې بریدونه وکړل.
دکندز ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي وايي چې طالبانو د څو ولسوالۍو له لارې پر ښار بریدونه کړي، د کندزـ‎بغلان لاره یې تړلې او افغان ځواکونو ته هم مرګ‎ژوبله اوښتې ده.


د مطلب کود: 145785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145785/د-قندوز-بغلان-لاره-طالبانو-له-لوری-تړل-سوې-دی

آوا
  https://www.avapress.com