په لویدیځ هرات ښار کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۹ تنو ته رسېدلي دي په داسې حال کې چې وسله وال طالبان وایي یاد ډلې په دغه برید کې لاس نه لري.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسق احمدي وایي «نن شپه د هرات ښار په جوادیه مسجد کي چاودنه داسلامي امارت په مجاهدینو پوري هیڅ اړه نلري.»
په همدې حال کې د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۶۴ کسان ټپیان هم شوي دي.
د ځایي امنیتي چارواکو په وینا، پیښه تیره شپه شاوخوا ۸ بجې هغه مهال رامنځته شوه کله چې دوه تنه ځانمرګي بریدګرو جوادیه جوات ته ننوتل.
چارواکي زیاتوي، چې د ځانمرګو بریدګرو لومړی پر لمومنځ کوونکو ډزې پیل کړل او وروسته خپل چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړه.
د برید مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو له دې وړاندې ورته بریدونه د اسلامي دولت نوموې ډلې وسله والو له خوا ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو په پلازمینې کابل کې د عراق سفارت پر ودانې برید وکړه چې په ترڅ کې دوه کسان ووژل شول.