کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د يتيمانو د روزنې مرکز جوړېږي

22 جدی 1395 ساعت 7:51

په افغانستان کي د متحده عربي اماراتو سفير چې نن يې کندهار ته سفر کړی وو وويل چې د هېواد له خوا يې په افغانستان کې په زياته اندازه مرستېشوې دي، خو دا ځل يې د سهلي زون په کچه د روزنتون له پاره بوديجه ځانګړې کړې ده.


د آوا آژانس د خبرګزاری له مخی : د کندهار والي وايي چي دغه روزنتون د کندهار په عينو ښارګوټي کې د دوه کلونو په موده کې جوړېږي او ټول مالي لګښت يې چي دوه ميليونه ډالره دى هم د متحده عربي اماراتو له خوا ورکول کېږي.

د متحده عربي اماراتو سفير چې د سې‌شنبې په ورځ کندهار ولايت ته سفر کړی و د سهلي زون په کچه يې د يوه روزنتون د بنسټ ډبره کېښوده چې په يوه وخت کې به د ٦سوه تنو ماشومانو د روزنې وړتيا ولري.

هغه وايي له افغانستان سره به په بېلا بېلو برخو کي خپلې مرستې جاري وساتي او د سولې له پاره به په پرمختيايي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د عربي اماراتو سفير جمعه الکعبي وايي، ژباړه: “کندهار ته مي د راتگ هدف دا دی چي د شيخ خليفه په لارښوونه دلته يو دارالايتام جوړ کړو او د دې تر څنګ به زموږ مرستې لکه مخکې چي وې او په راتلونکي کې به هم له افغانستان سره دوام ولري.”

په ورته وخت کې د دې ولايت والي ډاکټر همايون عزيزي وايي چي دغه روزنتون د دوه کلونو په موده کې جوړېږي چې ټول لګښت يې دوه ميليونه امريکايي ډالره دى.

هغه زياتوي: “په دغه ودانۍ کې به د روزنتون تر څنګ مدرسه، روغتيايي مرکز، مسجد، ليليه او د لوبو ميدان شامل وي چې د ټول زون په کچه به پکې يتيم او بې سرپرسته ماشومان روزل کېږي.”

د والي همايون عزيزي په وينا، د دې روزنتون له پاره ٢٠جرېبه ځمکه ځانګړې شوې ده او دغه ودانۍ به په عينو ښارګوټي کې جوړېږي.

د يادونې وړ ده چې عربي متحده اماراتو تر دې وړاندې هم په دې ولايت کي يو روزنتون جوړ کړى دى چي د شيخ بن زايد په مالي لګښت په کې بې سرپرستو ماشومانو ته روزنه ورکول کېده.


د مطلب کود: 136423

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136423/په-کندهار-کې-د-يتيمانو-روزنې-مرکز-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com