کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارګ و جمعیت د پېنځم پړاوو خبرې هم بې پایلې پای ته رسیدلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جدی 1396 ساعت 21:25


د ارګ و جمعیت د پېنځم پړاو خبرې هم بې پایلې تر سره شوې؛ خو یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا بلخ ته تلی، چې د ارګ وروستۍ خبره هم نور ته ورسوي. دا، چې د ارګ وروستۍ خبره څه ده په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

جمعیت له ارګه د نورو غوښتنو ترڅنګ غوښتي وه، چې اساسي قانون او د ټاکنو قانون دې تعدیل شي، د ټاکنو کمیسیون غړي دې بیا غوره شي، د عطامحمد نور دنده دې د اوسني حکومت تر پایه وغزول شي، چې ارګ یې د ټولو له منلو ډډه کړې ده.

عطامحمد نور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته په تمه دی، چې ټاکل شوې سبا ( د مرغومي ۲۴) کابل ته راورسیږي.

ښاغلی نور له دغه پلاوي غواړي، چې د ارګ او سپیدار له ماڼیو د افغانستان سیاسي وضعیت ته ونه ګوري.

د بلخ لیرې کړ شوي والي نن د بدخشان پلویانو ته دا هم په ډاګه کړه، چې که حکومت د جمعیت غوښتنې ونه منلې؛ له بغاوت پرته به بل غوراوی ونلري.  


د مطلب کود: 156322

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156322/د-ارګ-جمعیت-پېنځم-پړاوو-خبرې-هم-بې-پایلې-پای-ته-رسیدلي

آوا
  https://www.avapress.com