کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دا ځل ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په ناسته کې ګډون کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1396 ساعت 13:59


ټاکل شوې چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په کلنې ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.

د ولسمشر د ویندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي دغه خبره پرون په یوې خبري غونډه کې وکړه.

مرتضوي د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې وروسته د افغانستان او هند اړیکې چې مخ په ژوریدو دي مهم وبللی او زیاتوي چې دغه اړیکې باید له نورو هیوادونو سره د دښمنۍ په توګه ونه وګڼل شي.

نوموړی تینګارکوي چې راتلونکې یوې اوونۍ پورې به د فساد پروړاندې د مبارزې ملي تګلاره ، ورستئ شي او هر څوک چې حکومت کې برخه اخلي، باید خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

ولسمشرپه داسې حال کې دملګروملتونوکلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي چې دشنبې په ورځ یې د ملګرملتونو له استازو سره ، د دغه بنسټ په کړنو په کلکه نیوکه وکړه او ټینګاریې وکړ چې باید په افغانستان کې د ملګروملتونو په کړنو کې روڼتیا رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو ناسته هر کال د سپټمبر په ۱۹ نیټه ترسره کیږي چې پکې د یاد سازمان ټول غړي هیوادونه ګډون کوي.

تیرکال په دغه ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ګډ‌ون کړې و.
محب جلیلي


د مطلب کود: 149771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149771/دا-ځل-ولسمشر-غني-د-ملګرو-ملتونو-په-ناسته-کې-ګډون-کوي

آوا
  https://www.avapress.com