کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مجلس نماینده لالی احمدزی شپنۍ جشن، د کابل د اوسیدونکو د سترګو څخه خوب له منځه یوړل

28 حوت 1395 ساعت 11:59

د کابل ځینی اوسیدونکی وایی چی تیر نیمه شپه محمد نعیم لالی احمدزی د نماینده ګانو په مجلس کی د قندهار نماینده، هوایی ټکانو باندی شروع کړی او د ۵۰۰۰ شاوخوا مرمی په هوا باندی فیر کړی دی.


د آوا د خبرګزاری له مخی، حمید لالی کور د دارالامان عمومی جادی ته نږدی د کابل ښار په لویدیځ کی پروت دی هغه د تیری شپی په ۱۲ بجی او محافظان یی هوایی ټکان کړی دی.
په همدی حال کی د کابل پولیس ټینګار کړی دی چی محمد نعیم لالی حمیدزی د نمایندګانو مجلس غړی محافظانو سره تیر شپه نیم ساعت په شاوخوا هوایی ټکان کړی دی.
ویل کیږی چی د ۵۰۰۰ څخه ډیر مرمی د سپکو او نیمه دراندو سلاحو په واسطه توغول سوی دی.
د ځینو ګزارشونو په اساس حمید لالی د محافظانو سره د نشی په حالت کی وو او هیڅ امنیتی ځواکونو ته خپل کار کی د مداخلی اجازه نه دی ورکړی.
خودسرانه فیرونه په داسی منطقه کی صورت نیسی چی په سل متری کی یی د رئیس جمهور معاون کور، رسنیو، لوی علمی مرکزونه، پولیس مراکز او دولتی شخصیتونو منازل شتون لری.
ځینی ګزارشونه ددی څخه دی چی تیره شپه د حمید لالی په کور کی یو زوی پیدا سوی دی او خپل خوشیو لپاره د سلاحو څخه ګټه اخیستی دی او ټکانو باندی اقدام کړی دی.


د مطلب کود: 139475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139475/د-مجلس-نماینده-لالی-احمدزی-شپنۍ-جشن-کابل-اوسیدونکو-سترګو-څخه-خوب-له-منځه-یوړل

آوا
  https://www.avapress.com