کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار هسکه مېنه کې په بمبارۍ کې شپاړس ملکي وګړي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 اسد 1396 ساعت 13:57


د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې تیره ورځ مازیګر په بمباریو کې شپاړس ملکي وګړي وژل شوي چې اته په کې د یوې کورنۍ غړي دي.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي امریکا غږ اشنا راډیوته وویل چې دغه بمبار تېر مازیګر ناوخته د پاپین سیمه کې شوی دی.

هغه وايي یو ځای کې بمباري په یو سوزکي موټر شوی چې له پاپین سیمې څخه د ولسوالۍ پر خوا روان و او له امله یې په سوزکي موټر کې ناست د یوې کورنۍ اته غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې وو وژل شوي دي.

ولسوال سازولي زیاتوي چې په همدغې سیمه کې پر پیاده روانو ملکي وګړو بل هوايي برید شوی چې له امله یې اته نور ملکي وګړي وژل شوي چې د مختلفو سیمو اوسېدونکي دي.

د هسکې مېنې ولسوال وايي مړي یې تېره شپه خاورو ته سپارلي دي.

ښاغلي سازولي وویل چې مړي له پېژندګلوی څخه وتلي وو، نو ځکه یې د بمباریو د قربانیانو مړي په بوجیو کې اچولي او خاورو ته یې سپارلي دي.

دسیمې اوسېدونکی هم وايي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې دا بمباري د افغان ځواکونو او که په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو له خوا شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تراوسه یې په هسکه مینه کې د تیرې ورځې د بمباریو په هکله کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی، خو جنرال وزیري زیاته کړه، چې د دې پیښې پلټنه به وکړي او جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خویاڼی هم په بمبار کې ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې خبره مني خو وايي دقیق ارقام نه لري.

د هسکې مېنې ولسوالۍ یو اوسېدونکی صمیم وايي چې د یوې کورنۍ د وژل شویو اتو غړو د ګټې وټې یواځینې کس چې سوزکی موټر به یې چلوو هم وژل شوی.

دوه اونۍ وړاندې هم په همدغې ولسوالۍ کې د هوايي بمبار له امله نهه ملکي وګړي وژل شوي وو.

د هسکې مېنې ولسوالۍ چارواکو ویلي دي چې افغان او بهرنیو ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې یو ځل بیا د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پر ضد پیاده عملیات هم پیل کړي دي چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې معلومات نه کېږي.

تر آوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 148042

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148042/د-ننګرهار-هسکه-مېنه-کې-په-بمبارۍ-شپاړس-ملکي-وګړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com