د افغانستان سفیر په اسلام آباد کی؛ پاکستان توافق کړی دی چی د تورخم او سپین بولدک مرزونه چی د سه شنبه او چهارشنبی په ورځو کی په جاری اوونۍ کی د افغان مسافرانو مخته چی دمرز هغه لوری ته قرار لری، خلاص کړی.
افغانستانیان چی په پاکستان کی بند پاته دی راتلونکی دوو ورځو کی کولای سی هیواد ته راوګرځی
17 حوت 1395 ساعت 9:22
د افغانستان سفیر په اسلام آباد کی؛ پاکستان توافق کړی دی چی د تورخم او سپین بولدک مرزونه چی د سه شنبه او چهارشنبی په ورځو کی په جاری اوونۍ کی د افغان مسافرانو مخته چی دمرز هغه لوری ته قرار لری، خلاص کړی.
د آوا د خبرګزاری له مخی عمر زاخیلوال د افغانستان سفیر په پاکستان کی د خپل فیسبوک په پاڼه کی لیکلی دی چی د پاکستان حکومت توافق کړی دی چی سبا او بل سبا ( ۱۷ او ۱۸ حوت ) د تورخم او سپین بولدک لاری د افغان مسافرینو پر مخ چی دی هیواد ته په پاسپورت او ویزی سره سفر کړی دی اوو د پاکستان په خاوره کی بند پاته دی، خلاص کړی.
هغه ویلی دی چی تراوسه د پاکستان حکومت سره د تورخم او سپین بولدک د لارو د خلاصولو په اړه مثبت نتیجی ته نه دی رسیدلی.
د افغانستان سفیر په اسلام آباد کی زموږ د هموطنو څخه چی په پاکستان کی ګیر پاته دی، غوښتۍ دی چی حتمآ راتلونکی دوو ورځو لپاره خپل هیواد ته وګرځی.
دا په داسی حال کی چی د افغانستان سفیر پرون ویلی وو چی که پاکستان دا دوه مرزه د راتلونکی دوو ورځو لپاره خلاص نه کړی، مجبوره دی چی پاته سوی مسافران په پاکستان کی د خاصو هوایی الوتنی له لاری افغانستان ته ولیږدوی.
د پاکستان جنوبی سند ایالت کی پر زیارت باندی د انتحاری برید په لړ کی، ددی هیواد اړیکه د افغانستان سره خراب سوی دی او د دوو اوونیو څخه ډیر کیږی چی د تورخم او سپین بولدک لاری د تللو او راتللو لپاره د پاکستان له لوری مسدود سوی دی.
د مطلب کود: 139005