کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر پاکستان پوځیان خونړی ځانمرګي برید تر ۵۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1396 ساعت 8:39


د پاکستان په کوټه ښار کې د یوې خونړی چاودنې په ترڅ تر پنځوس زیات کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځایي امنیتي چارواکي وایي، پیښه تیره شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه ځانمرګي بریدګر د پوځیانو یوه موټر په نښه کړه.

چارواکي زیاتوي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه لس کسان د اته پوځیانو په ګډون وژل شوي.

د چارواکو په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپیان هم شوي دي.

د بلوچستان صوبایي وزیر سرفراز بوګټي تائید کړه چې په دغه برید کې ۱۵کسان وژل شوي خو نوموړې وايي لږ تر لږه ۳۲ نور کسان ټپیان دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د دغه برید په غبرګون کې وویل چې ورته بریدونه د دښمنانو هغه هڅې په ډاګه کوي چې د پاکستان د ازادي ورځ جشن د ګډوډلو لپاره جوړه کړي دي خو نومړې ټینګار وکړ چې د پاکستان پوځیانو هیڅکله به دښمن ته تسلیم نه شي.


د مطلب کود: 148131

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148131/پر-پاکستان-پوځیان-خونړی-ځانمرګي-برید-تر-۵۰-زیات-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com