کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښار او کور جوړونې وزارت او د کابل پولې تخنیک پوهنتون د همکاریو یوه مهم تړون لاسلیک کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1396 ساعت 8:31

ښار او کور جوړونې وزارت او د کابل پولې تخنیک پوهنتون ترمنخ پرون د همکاریو یوه مهم تړون لاسلیک شو.


د ښار او کور جوړونې وزیر ښاغلي سید سعادت منصور نادري وایي، دغه تړون د ښاري ظرفیت د ودې او څیړنې مرکز د طرحې پر اساس وروسته له هغه لاسلیک کیږي چې د ښار او کور جوړونې اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي او په اړه یې په پولې تخنیک پوهنتون کې هم د اړتیاو په هکله ارزونې ترسره شوي دي.

نومړې زیاته کړه، چې د دوه اړخیزه همکاریو په مرسته به د دواړو غاړو په لاره کې موجود علمي او عملي ننګونې او اړتیاوې حل شي چې په کې د لوړو زدکړو زمینه برابرول، د وزارت کارکوونکو د ظارفیتونو لوړوالي چې په خاصه توګه په کې د وزارت انجنیران شامل دي، د پوهنتون استادانانو لپاره د څیړنو زمینه برابرول، د زدکړو په برنامو کې بشپړ ښه والي رامنځته کول، د پوهنتون فارغانو د علمي او عملي ودې، او نورې مسایل شامل دي.

د ښاغلي نادري وینا، د دغه تړون په اصلي هدفونو کې په علمي او عملي کچه د موجود ستونزو د حل لپاره د څیړنو پیل او د ځوانانو لپاره او په خاصه توګه د متخصصینو لپاره د ښار او کور جوړونې وزارت په اړوند پروژو کې د کار زمینه برابرول شامل دي ترڅو د هغوي په ظرفیتونو کې لوړوالي راشي.

 ښاغلي نادري وویل، په پام کې ده چې د ښاري د ظرفیت ودې او څیړنې مرکز په خپل ژورنال کې د تړون پر اساس مقالات او د څیړنو راپورونه هم خپاره کړي.

د ښار او کور جوړونې وزیر زیاته کړه، چې دغه تړون به شپږ مرحلو کې تطبیق شي په کې د عملي یا پراکتیک مرحله، د استاژ مرحله، د څیړنې مرحله، د علمي ژورنال د جوړلو مرحله، د وزارت په پروژو کې د ځوانانو لپاره د زدکړو او کار زمینه مرحله، او د زدکړو په برنامو کې د ښه والي مرحله شامل دي.


د مطلب کود: 149743

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149743/د-ښار-او-کور-جوړونې-وزارت-کابل-پولې-تخنیک-پوهنتون-همکاریو-یوه-مهم-تړون-لاسلیک-کړل

آوا
  https://www.avapress.com