کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزی په لوګر کی د غیری نظامیانو د وژنو په غبرګون کی:

د خارجی ځواکونو هوایی بریدونه ودروی

9 سنبله 1396 ساعت 18:54

د هیواد مخکنی ولسمشر، په لوګر کی هوایی برید چی له امله یی ملکی کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، یو بشری جنایت او بین المللی موازینو خلاف عمل وبلل او په هیواد کی د خارجی ځواکونو بریدونو درولو غوښتونکی سو.


 

د آوا په ګزارش سره، د حامد کرزی په مطبوعاتی دفتر په خبرپاڼه کی راغلی دی: کرزی، د امریکایی ځواکونو هوایی بریدونه چی له امله یی په لوګر کی ملکی کسان وژل سوی او ټپیان سوی دی، په سختو ټکو غندلی دی.

دا خبرپاڼه زیاته کړۍ: مخکنی ولسمشر داسی عملیاتونه چی له امله یی کلۍ ورانیږی یو بشری جنایت او د بین المللی موازینو خلاف عمل بولی او په افغانستان کی د ملکی تلفاتو په اړه سخته اندیښنه بالخصوص د امریکا نوی استراتژی اعلان وروسته ښیی، په هیواد کی د هوایی بریدونو هرڅه عاجل درولو غوښتونکی سو.

د لوګر ولایت سیمه ایز چارواکی ویلی دی چی ۱۱ تنه غیری نظامیان، د خارجی ځواکونو هوایی بریدونو له امله ژوند له لاسه ورکړل او ۱۶ تنه نور ټپیان سول.

په دری اخیرو ورځو کی، دا دوهم هوایی برید دی چی په هغه کی غیری نظامیانو ته سخت تلفات اوړی.

دری ورځی مخکی د خارجی ځواکونو په یو هوایی برید کی د هرات ولایت زیرکوه ولسوالی سیمه کی، ۱۶ تنه غیری نظامی کسان ژوند له لاسه ورکړی دی او اوه تنه نور ټپیان سوی دی.


د مطلب کود: 149149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149149/د-خارجی-ځواکونو-هوایی-بریدونه-ودروی

آوا
  https://www.avapress.com