کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د طالبانو باج اخیستو د پراختیايي پروژو مخه ډب کړې

30 حوت 1395 ساعت 10:29

د هرات زنده جان ولسوالۍ په څو کلیو کې د طالبانو فعالیت د پراختیايي پروګرامونو په وړاندې جدي ګواښ رامنځته کړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د زنده جان ولسوال وایي په نوموړې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو کمښت د دې لامل شوی چې د دغې ولسوالۍ په څو کلیو کې طالبان پراخ فعالیت ولري.
د زنده جان ولسوال د دې مطلب په څرګندولو سره وايي په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې په دغه ولسوالۍ کې د ۸۵ پراختیایي پروګرامونو بنسټ ايښودل شوی، خو ۱۱ پروژې په هغو برخو کې چې طالبان فعالیت لري بندې شوې دي.
هغه وايي طالبان پر قرارداد کونکو شرکتونو د فشار په راوړلو سره هڅه کوي له دغو شرکتونو باج واخلي.
د زنده‎جان ولسوال، احمد فرید زیارتجاهي وايي: «طالبانو په پراختیايي شوراګانو په دې ولایت کې غوښتنه کړې ده چې ۳۰ سلنه پېسې له پراختیايي پروژو دوی ته ورکړي، خو د دوی دا غوښتنه د پراختیايي شوراګانو لخوا رد شوې ده او اوس طالبان نه پرېږدې چې پروژې خپل کار مخې ته یوسي.»
د زنده جان ولسوال وایي په نوموړې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو کمښت د دې لامل شوی چې د دغې ولسوالۍ په څو کلیو کې طالبان پراخ فعالیت ولري.
ښاغلی زیارت جاهي زیاتوي: «موږ په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو له کمښت سره مخامخ یوو له همدې امله موږ نشو کولی چې د پروژو امنیت امنین کړو. موږ دا ستونزه مو مشرانو ته رسولې ده.»
له بلې خوا د هرات د ادرسکن ولسوال وایي طالبانو خپل دوه مرکزونه له شینډنډ څخه لیږدولي او د ادرسکن ولسوالۍ په څو کلیو کې فعالیت لري.
هغه زیاتوي طالبانو په دې ولسوالۍ کې زندان هم جوړ کړی دی.
د شنډنډ ولسوال، لعل محمد عمرزی وايي: «د دې ولسوالۍ په یو شمېر برخو کې طالبان څو پوستې لري اوله دې ځایه ترهګریز بریدونه کوي په دې ولسوالۍ کې پنځه د طالبانو ډلې فعالیت کوي.»
د هرات د والي ویاند وايي ډېر زر به د هرات په یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو شمېر زیات شي او همداراز به د هرات څو ناامنو ولسوالیو ته هم نوي پوځیان ولیږل شي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وړاندې وایي: «سږ کال مو څو پوځي عملیات په ادرسکن ولسوالۍ کې وکړل چې طالبان له منځه یوسو، خو له بده مرغه چې هرات د پوځیانو له کمښت سره مخامخ دی.»
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند هم په راتلونکي پسرلي کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د چمتووالي خبره کوي.
د هرات د پولیسو ویاند، عبدالاحد ولی‎‎زاده زیاتوي: «افغان ځواکونه هوډ لري چې په راتلونکې کال کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي او ټول هېواد کې طالبان وځپي.»
داسې ویل کیږي چې د هرات په اتو ولسوالیو کې طالبان پراخ فعالیت لري چې په دغو سیمو کې یې د پراختیايي پروګرامونو او حکومتولۍ په برخو کې ګواښونه رامنځته کړي دي.


د مطلب کود: 139546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139546/هرات-کې-د-طالبانو-باج-اخیستو-پراختیايي-پروژو-مخه-ډب-کړې

آوا
  https://www.avapress.com