کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د علماوو نقش د تروریزم سره په نرم مبارزه کی

30 حوت 1395 ساعت 12:06


د علماوو سراسری شورا د ولس مشر څخه غوښتي دی چی د هیواد په داخل کی د کوچنیانو او ځوانانو لپاره د زده کړی او پرورش زمینی په برابرولو سره د هغوی تللو څخه و خارجی هیوادونو ته د دینی علومو د زده کړی لپاره مخنیوی وکړی چی د هیواد پر ضد د تربیه او استخدام لامل ګرځی.
علما د چهارشنبه په ورځ د جمهور غنی سره په کتنه کی د کوچنیانو او ځوانانو د تللو څخه و خارجی هیوادونو ته د دینی علومو لپاره اندیښنه وښوده.
د علما شورا د دولت څخه وغوښته چی د هیواد د ځوانانو او کوچنیانو جلب او جذب تعلیمی موسساتو او تحصیلی موسساتو مخصوصآ په دینی علومو کی، خاص توجه وسی.
ولسمشر غنی هم په دی کتنه کی وویل: د افغانستان د خلګو دشمنان د ژوند د زده کړی فرصتونه زموږ د کوچنیانو څخه اخلی. هغوی نه یواځی ددی نسل دشمنان؛ بلکه د راتلونکی نسل دشمنان دی چی غواړی په حقارت کی ژوند ولرو.
رئیس جمهور د علماوو څخه وغوښتل چی د منابرو، مساجد او تکیو، له طریقه تحمیلی جنګ عوامل او تاثیرات خلګو ته معرفی کړی او په دی برخه کی، ډیره پوهه ورکړی.
دا په داسی حال کی دی چی د کارپوهانو په باور، د تروریستانو او ملاتړ کوونکو بی رحمانه ګټه اخیستنه د دینی علومو د مقدس نوم څخه او اسلامی ګرانسنګ څخه د اسلام په نړۍ کی د خپل منحط اهدافو لپاره، نه یواځی ځوانان او کوچنیان د یو تاریکه راتلونکی په وړاندی قرار ورکوی؛ بلکه د ډیرو خلګو او مسلمان کورونو و دینی علومو ته هم د خطر سره مخامخوی.
ددی پدیدی سره مبارزه د علماوو تاریخی رسالت په حوزه کی قرار نیسی.
دینی علما باید په دی حساس او مهم برخه کی خپل خطیر او دروند مسؤولیت د تروریزم سره په نرم مبارزه کی په ښه توګه ترسره کړی او په دی منځ کی، د افغانستان د علماوو سرتاسری شورا په مشخصه توګه دنده لری چی ټوله امکانات او ظرفیتونه په دی برخه کی بیله کوم اغماض او تعلل سره د دین او دینی زده کړو په نجات او ساتنه کی قرار ورکړی.
د علماوو شورا باید د دولت ترڅنګ او زده کړیز نظام ترڅنګ، دا فرصت او فضا منځته راوړی چی هغه ځوانان او نوی کیدونکی ځوانان چی دینی علومو سره ډیره مینه لری، بیله دی چی خارجی سرچینو ته اړتیا پیدا کړی، د هیواد په داخل کی د یو منظم زده کړیز نظام په چهارچوکاټ کی، مدرن او کارآمد، په دینی مدرسو او زده کړیز مرکزونو کی جذب سی.
دا مهم کار دا چی ننۍ او راتلونکی نسل د جاسوسی او اطلاعاتی مرکزونو د سلطی او بی رحمانه ګټی اخیستنی څخه ژغوری او د پاکستان په مذهبی مدرسو کی د بین المللی تروریزم د جذب او جلب بازار د رونق د کمیدلو لامل سی، د افغانستان ځای هم د نورو اسلامی هیوادونو کی د مترقی او اسلامی علومو برخه کی، ارتقا او ښه والی وبخښی؛ بالخصوص هغه وخت چی په هیواد کی دینی زده کړو نظام د علماوو او مسؤول دستګاوو او دولت په مرسته، په داسی ډول سامان دهی وسی چی د وحدت او غیری نفاق او تاوتریخوالی د فکرونو ښوونکی وی او منحط او انحرافی ایدئولوژی چی د رشد په حال کی دی لکه وهابیت او سلفی ګری تکفیری په ټوله معنی رد کړی.
دی مسایلو ته په کتو سره، زده کړیز برخی کارپوهان وایی چی ددی اهدافو تحقق، یواځی د دولت دنده نه ده؛ بلکه د علماوو سرتاسری شورا هم دنده لری چی خپل مسولیت او درانده ماموریت لپاره د کلتوریزی تروریزم سره په مبارزه کی او دین د ملاتړ او دفاع لپاره یو اساسی اقدام ته لاس ووهی او په یو دم سره ټول اسلامی علومو وابستګی او اړتوب و پاکستان او عربستان زده کړیز مرکزونو څخه ختمه کړی؛ هغه مرکزونه مخکی له دی چی زده کړیز مرکزونه وی، د راتلونی نسل تروریست او انتحار او تاوتریخوالی نسل تربیت او پرورش لپاره اردوګاه ځینی جوړ سوی دی.
تحلیلکوونکی وایی چی د دولت د رویکرد د بدلون ترڅنګ د تروریزم او تروریستانو زده کړیز مرکزونو په وړاندی، علما هم د نورو اقشارو او امکاناتو ترڅنګ دا فرصت او چانس پیدا کړی دی چی خپل مسوولیت د تروریزم سره د مبارزی په برخه کی ادا کړی.


د مطلب کود: 139555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/139555/د-علماوو-نقش-تروریزم-سره-په-نرم-مبارزه-کی

آوا
  https://www.avapress.com