کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان کی په ختیځ کنړ ولایت د داعش ډلي مشر وژل شوی دی

24 سرطان 1396 ساعت 14:58

امریکايي چارواکي، په افغانستان کې د داعش ډلې مشرله وژل کېدو خبر ورکوي.



  د افغان غږ (آوا) آژانس دخبر له مخی، افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو چارواکي ویلی، د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې د افغانستان له پاره د داعش ډلې امیر وژل شوی دی.
د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان، جان نکلسن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د داعش امیر د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت کې وژل شوی دی.
امریکایي چارواکي وایي چې، (ابو سید) تېره اوونۍ په کُنړ ولایت کې د یوه هوایي برید په پایله کې وژل شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت همداراز وایي، چې په دې برید کې د داعش ډلې څو نور غړي هم وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ابو سعید د روانې میلادي جولای میاشتې په ۱۱ مه په کنړ ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې و وژل شو.
ویلکږی، چې ابوسعید د داعش د خراسان د ډلې دریم په اصطلاح امیر دی چې وژل کېږي.
خو تر اوسه وسله والو داعشیانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 146386

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146386/د-افغانستان-کی-په-ختیځ-کنړ-ولایت-داعش-ډلي-مشر-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com