کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو او حقاني شبکې امن ځایونو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تازه ادعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1396 ساعت 11:46


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال وایي د ترهګرو په اړه د پاکستان زغم د صفر په کچه ده او پاکستان به هیڅکله کوم چا یا ډلې ته اچازه ور نه کړي تر څو د پاکستان خاوره د نورو پر ضد د کوم چا یا ډلې له خوا استعمال شي.

ښاغلي اقبال دغه څرګندونه د یوه سوال په ځواب کې وکړه او نوموړې ظاهراً د طالبانو او حقاني شبکې د امن ځایونو په لور اشاره کوله ځکه په وروستیو کې د افغان وسله والو د پټنځایونو په خاطر اسلام د واشنګټن تر جدي فشار لاندې ده.

نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله او امنیت د پاکستان له یوه ارمانونو څخه دي ځکه د واړو هېوادونو امنیت له یوبل سره تړلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې په افغانستان کې هغه کسان یا ډلې په تاوتریخوالو او جګړو کې بوخت دي چې په پاکستان کې ماتې خورلې ده.

خو افغان چارواکي تل ادعا کوي چې په هېواد کې روانه تاوتریخوالې له تحمیلي جنګ سره ریښې لري.

چارواکي زیاتوي، چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي، پټنځايونه ورکوي، او د هغوي اکمالاتو په چارو کې مرستې کوي.

د چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.


د مطلب کود: 149815

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149815/د-طالبانو-او-حقاني-شبکې-امن-ځایونو-په-اړه-پاکستان-کورنیو-چارو-وزیر-تازه-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com