د امریکا متحده ایالاتو چارواکي د افغانستان د ښوونځیو شپږ هغو زده کوونکو ته ویزې ورکوي چې د روباټونو د نړیواله سیالۍ لپاره دوه ځله یې د ویزې عریضې رد شوي وه.
د راپورنو له مخې، د افغان دغه زده کوونکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مرسته په دغه سیالی کې ګډون کوي.
ولسمشر ټرمپ دغه ګام ظاهراً وروسته له هغه پورته کړ، چې د دغه موضوع په رسنیو کې په پراخه کچه تر بحث لاندې راغله او په امریکا او افغانستان کې له پراخ غبرګون سره مخ شو.
راپورونه زیاتوي، چې امریکايي چارواکو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپارښت پرېکړه کړې، چې دغو زده کوونکو ته ویزې ورکړل شي.
په پام کې ده د روباټونو سیالی په راتلونکې اونی کې د امریکا په پلازمینې واشنګټن کې ترسره شي او پکې د نړی له ګوټ ګوټ څخه ۱۶۲ ټیمونه برخه واخلي.
د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې پولیټیکو وېبپاڼه وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه چې ولې د دې افغان زدهکوونکو ویزې رد شوې، څه نه دي ویلي.
خو د وېبپاڼې په وینا، یو دودیز دلیل دا اندېښنه ده چې ممکن دوی په امریکا کې پاتې او افغانستان ته ستنې نشي.