د افغانستان ولسي جرګه وایي، په افغانستان کي د جګړی اصلي لامل پاکستان دی او نړیوال باید پر دې هېواد بندیزونه ولګوي او په تور نوملړ کې یې شامل کړي.
د افغانستان ولسي جرګې په تور نوملړ کې د پاکستان د لیکلو غوښتنه وکړه
29 حوت 1395 ساعت 11:34
د افغانستان ولسي جرګه وایي، په افغانستان کي د جګړی اصلي لامل پاکستان دی او نړیوال باید پر دې هېواد بندیزونه ولګوي او په تور نوملړ کې یې شامل کړي.
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
دولسی جرګي لومړی مرستیال همایون همایون د دی مطلب له څرګندولو سره وايي؛ پاکستان تل ترهګر په خپل هېواد کې روزي او افغانستان ته یې را لیږي، چې تر اوسه یې د دې کار مخه نه ده نیول شوې.
نوموړي په ډاګه کړې؛ هغو ژمنو ته په کتو، چي نړیوال یی د افغانستان په اړه لری په څانګړي توګه امریکا باید په افغانستان کي د پاکستان د لاس وهني مخه ونیسي او د تروریزم د ملاتړي په نوم یې په تورلیست کې ونیسي.
په ولسي جرګه کي د روزګان استازی عبید الله بارکزی ټینګارکوي، چي له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان ثبات ته هیڅ ګټه نه ده کړې او باید له سره پری کتنه وشي.
د سمنګانو استازی مخدوم عبدال الله محمدي ټینګار کوي؛ ترهغې، چي د افغانستان ملاتړي هېوادونه خپلي ژمني په رښتیني توګه پلي نکړي او د ناامنیو د مهارولو لپاره امنیتي ځواکونه تجهیز نشي ستونزمنه به وي، چي افغانستان نسبي امنیت ته هم ورسیږي.
دا په داسې حا کې ده، چې ولسي جرګې په روانه اوونۍ کې د هېواد لوړپوړي امنیتي او دفاعي چارواکي خپلې ځانګړې ناستې ته غوښتي دي.
د مطلب کود: 139509