کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دیرالزور ماته؛ د داعش ماتی لپاره معکوس شمیرنه

16 سنبله 1396 ساعت 23:55


د سوریه ځواکونه او همپیمانه یی د دری کالو وروسته، د دیرالزور ښار محاصره د داعش له لاسته مات کړ.

د سوریه ځواک او د هغه متحد ډلی، د هغه جملی څخه حزب الله لبنان د داعش ځواکونو سره په جنګ کی د سوریه په ختیځ دیرالزور کی ډیر سریع پرمختګونه درلودلی دی.

دیرالزور د رقه ښار په جنوب ۱۲۰ کیلومتری د داعش مرکز جنوب ته پروت دی.

د دیرالزور ولایت د سوریه د آخریو سیمو څخه دی چی داعش ډله په هغه کی حضور درلود.

په بل خبر کی، استفان دی میستورا؛ د سازمان ملل نماینده او عرب اتحادیه د سوریه په چارو کی نماینده د بشار اسد مخالف ډلو ته ویلی دی چی باید واقع بین و اوسی او توجه وکړی چی د بسد حکومت په وړاندی نه دی بریالی سوی. د هغه په وینا، د داعش نږدی ماته په رقه او دیرالزور کی په دی معنی دی چی د سوریه بحران کی برخلیک لیکونکی وخت نږدی سوی دی او د سولی لپاره چانس باید له لاسه ولاړ نه سی.

د سیمه ایز مسایلو ناظران وایی چی د دیرالزور ماته ډیره لویه لاسته راوړنه ده او دا چی دیرالزور د دری کالو وروسته محاصره یی ماتیږی، دا د تروریزم په وړاندی د دمشق او سوریه متحدانو یو لویه بریالیتوب دی؛ حتی که استفان دی میستورا خپل دوه ګونۍ او ریاکارانه موضع ګیریو سره دا بریالیتوبونه په رسمیت ونه پیژنی.

د دیرالزور ماته یو لوی بریالیتوب دی. ددی پیښی په رامنځته کیدو سره، په سوریه کی د داعش ډلی محاصره، د هر وخت څخه لنډ سوی دی. اوس یواځی رقه دی چی د داعش مرکزی پایتخت په حیث ددی تروریستی ډلی قدرت اصلی مرکز په حساب راځی.

په دی حال کی، د داعش ماتی لپاره په سوریه کی معوکوس شمیرنه شروع سوی دی او خاورمیانه د شپږو کالو ستم او ظلم وروسته، داعش څخه خالی سیمی په حیث، خپل ژوند عالی جریان ته به وګرځی.

لیری خبره ده چی څوک په دی منځ کی، څوک د سوریه دولت او دمشق ملاتړ قدرتونو څخه د تروریزم په وړاندی دریدلو لپاره تمجید او قدردانۍ ونه کړی او دا په سیمه کی د تروریستی ضد سرتیرو ایثار ګرانه او جانانه مقاومت دی چی ټول نړۍ لپاره د ویښتیا یو الګو دی ترڅو په دی وپوهیږی چی څوک د تروریزم سره مبارزی مدعیان دی او کوم کسان په حقیقت کی د تروریزم سره جنګیږی او بریالی کیږی.

ناهیله کوونکی خبره داده چی ورځ په ورځ کی په سوریه او لبنان او عراق کی د داعش انحرافی ډلی خلافت زوار سره، په افغانستان کی وضعیت نامطلوبه دی.

داعش تروریستان په خاورمیانه کی په ماتی خوړلو سره، د دوو کالو راهیسی په افغانستان کی د استحکام او استقرار په حال کی دی.

یو پوښتنه منځته راوړونکی پوښتنه ده چی دا پیښه د خارجی ځواکونو او ناتو دروند حضور سربیره صورت نیسی او همدا کار د افغانستان راتلونکی د پوښتنو سره مخ کړی دی.

د افغانستان وضعیت توپیر د عراق او لبنان او سوریه څخه دادی چی یاد سوی هیوادونه د امریکا استراتژیک متحد هیوادونو څخه نه وو او د داعش په وړاندی جنګ کی بریالی سوه یا هم قاطع نهایی بریالیتوب په حال کی دی؛ خو افغانستان د امریکا سره استراتژیک تړون لری او په همدی دلیل، نه سی کولای د داعش سره وجنګیږی او پرهغه باندی بریالی سی!


د مطلب کود: 149490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/149490/د-دیرالزور-ماته-داعش-ماتی-لپاره-معکوس-شمیرنه

آوا
  https://www.avapress.com