کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عباسي: د پاکستان د هلو ځلو تخریب امریکا ته تاوان لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سنبله 1396 ساعت 11:38


د پاکستان صدراعظم وايي، هېواد یې له ترورېزم سره مبارزه کړې او د پاکستان د هلو ځلو تخریب امریکا ته تاوان لري.

شاهد خاقان عباسي، پرون دوشنبه په اسلام اباد کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له پاکستان سره د امریکا د پوځ د مرستو بندېدا د امریکا په ګټه نه ده.

"موږ د ترورېزم پر ضد په مبارزه بوخت یوو. هر کار چې په دې برخه کې زموږ هلې ځلې تخریب کړي، یوازې د امریکا هڅو ته تاوان اړوي."

د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه او ویې ویل چې پاکستان په خپله خاوره کې د سختدریځو د پناهځایونو پر ضد اقدام نه دی کړی.

ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې نور به د پاکستان په خاوره کې د سختدریځو پناهځایونه ونه زغمي.


د مطلب کود: 149698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149698/عباسي-د-پاکستان-هلو-ځلو-تخریب-امریکا-ته-تاوان-لري

آوا
  https://www.avapress.com