کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګوترس: د افغان چارواکو اندېښنې به له امنیت شورا سره شریکې کړم

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جوزا 1396 ساعت 9:44


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته وویل چې د دوی اندیښنې به د امنیت شورا غړیو ته ورسوي.
نوموړی وايي:"څرنګه بېرته نیویارک ته ورسېږم د خپل سفر او د دې سفر د نتیجو په اړه به امنیت شورا ته راپور ورکړم، همدا راز به هغه اندیښنې چې د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس راسره شریکې کړې دي، هغه به له امنیت شورا سره شریکې کړم.

ښاغلي ګوترس زیاته کړه چې دی هیلمن دی چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هغه اصلاحات تصویب شي چې له ترورېزم سره په مبارزې کې اړتیا ورته شته. په دې برخه کې سرمنشي نور تفصیل ورنه کړ.

بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي له ولسمشر اشرف غني سره پرون د لیدو پر مهال د دولت مخالف وسله‎والو سره د سولې پر هڅو ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 144774

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144774/ګوترس-د-افغان-چارواکو-اندېښنې-له-امنیت-شورا-سره-شریکې-کړم

آوا
  https://www.avapress.com