کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار په تورلرگي سیمه کې عملیات کړي

29 جوزا 1396 ساعت 17:45

افغان ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ په تورلرگي سیمه کې عملیات کړي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وايي، د عملیاتو پرمهال په سیمه کې له یوه کور څخه پر امنیتي ځواکونو برید شوی، چې په ځوابیه برید کې پېنځه شکمن کسان وژل شوي او پېنځه نور امنیتي ځواکونو له ځان سره ژوندي وړي دي.
هغه زیاتوي، د عملیاتو موخه د وسلوالو طالبانو ځپل ول.
تراوسه څرګنده نه ده، چې وژل شوي او وړل شوي وسلوال طالبان دي او که ملکي وګړي. وسلوالو مخالفینو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د غني خېلو ډېرې سیمې له وسلوالو طالبانو سره دي.


د مطلب کود: 145025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145025/افغان-ځانګړیو-ځواکونو-د-ننګرهار-په-تورلرگي-سیمه-کې-عملیات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com