د ارزګان ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې د هوايي، برید له امله ۵ مېرمنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارزګان ولایت کي ۴مېرمنې وژل شوې
21 سرطان 1396 ساعت 21:13
د ارزګان ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې د هوايي، برید له امله ۵ مېرمنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د یاد پېښه د چهار شنبه په ورځ ددی ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د مهر آباد په سیمه کې شوې ده.
د مهرآباد د سیمې اوسېدونکي په دی اړه رسنیو ټه وایی، د دی پېښه هغه مهال تر سره شوی ده ، چې هوایي ځواکونو د بریدینو پر مهال د ولسي وګړو یو کور په نښه کړ.
سر چینیو ویلی، د یاد هوايي عملیاتو کې ددی کور ۴مېرمنې وژل شوې او یوه بله ټپي دی.
خو تر اوسه افغان امنیتی ځواکونو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 146268