کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مُلکیان؛

په هېواد کې د درې ځانمرګو بریدونو اصلي قربانیان

23 جدی 1395 ساعت 10:21

په هغه چاودنه کې چې په کندهار کې وشوه،د کندهار د والي مرستیال،د ولسي جرګې یو او مشرانو جرګې یو غړی او همدارنګه په واشنګټن کې یو افغان ډیپلوماټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
که‎څه هم په کابل،کندهار او هلمند کې د ځانمرګي بریدونو اصلي قربانیان ولسي وګړي دي،خو په دغو پېښو کې ځینې لوړپوړي دولتي چارواکوي هم وژل شوي دي.


د آوا آژانس د خبرګزاری له مخی : په هغو بریدونو کې چې په کابل کې رامنځته شول، څلور پولیس او د ملي امنیت یو شمېر جنايي کارکوونکي هم وژل شوي دي.

په هغه چاودنه کې چې په کندهار کې وشوه،د کندهار د والي مرستیال،د ولسي جرګې یو او مشرانو جرګې یو غړی او همدارنګه په واشنګټن کې یو افغان ډیپلوماټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان په درېیو ښارونو له پرله‎پسې بریدونو وروسته، د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک په ویر کې ډوب دي.

قیس توتاخېل جنایي کارکوونکی وو چې د سه شنبې په برید کې ووژل شو، نوموړی پنځه کاله مخکې د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شوی و.

د قیس توتاخېل پلار محمد طاهر توتاخېل وايي:«دنده یې په اومه حوزه کې وه.کره د پېښې په سیمه کې وه،او هڅه یې کوله چې د برید مخه ونیسي،خو ونه توانېدل.په خپله هم شهید شو او د قیس په څېر نور وروڼه هم شهیدان شول.»

د ملي امنیت د اوومې حوزې آمر صفا خان او د کابل د ملي امنیت د عمومي ریاست د ښاري مدیریت مرستیال روح الله وثیق انداربي په کابل کې برید نور وژل شوي کسان دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي:«کله چې پېښه رامنځته کېږي،موضوع د هغې له اړخونو سره څېړو او هڅه کوو چې ایا پولیسو ګرم دي که نه.خو د تېرې ورځې په برید کې له بده مرغه د پولیسو د حوزې د مرستیال په ګډون زموږ څلور پولیس ټپیان شوي او څلور تنه نور شهید شوي دي.»

د کندهار د پيښې د وژل شویو شمېر هم کم نه دی.

بازمحمدجوزجاني په ولسي جرګه کې د جوزجان استازی وه او په یوه رسمي سفر کندهار ته تللی و، اوس په کابل کې د نوموړي خپلوان د هغه د جنازې د رارسېدو په تمه دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړی او د بازمحمد جوزجاني د تره زوی محمد شریف شریفي وايي:«په ولسي جرګه کې یې له ۱۰ څه باندې لسو کلونو لپاره د خلکو استازیتوب وکړ.د پام وړ خدمت یې وکړ او خلک له هغه څخه راضي وو.»

د کندهار د والي مرستیال، په مشرانو جرګه کې د فاریاب استازی او د پخواني ولسمشر يو خپلوان هغه نور چارواکي دي چې د کندهار په پېښه کې وژل شوي دي.

د کندهار والي، په کابل کې د عربي متحده اماراتو سفیر جمعه الکعبي، د پخواني ولسمشر حامدکرزي د تره زوی او سوداګر هاشم کرزی، د کندهار د والي د دفتر رییس شکیب، د هېواد یو بل سوداګر صدیق مومند او څلور نور عربي دیپلوماتان د دغې پېښې په ټپيانو کې دي.


د مطلب کود: 136485

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136485/په-هېواد-کې-د-درې-ځانمرګو-بریدونو-اصلي-قربانیان

آوا
  https://www.avapress.com