د کندهار والي، همایون عزیزي چې کابو ۷۰ ورځې مخکې په یاد ولایت کې په خپل میلمستون کې د چاودنې له امله ټپي شوی وه، وروسته له دې چې یوه اورپايي هېواد کې یې درملنه وشوه بېرته خپلې دندې ته راستون شو.
د کندهار والي وروسته له کابو دوو میاشتو خپل کار بیا پیل کړ
30 حوت 1395 ساعت 10:24
د کندهار والي، همایون عزیزي چې کابو ۷۰ ورځې مخکې په یاد ولایت کې په خپل میلمستون کې د چاودنې له امله ټپي شوی وه، وروسته له دې چې یوه اورپايي هېواد کې یې درملنه وشوه بېرته خپلې دندې ته راستون شو.
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
ښاغلي عزیزي وویل:« افغانستان او کندهار ټولو دښمنانو ته خبرداری ورکوم چې که هر څومره وېره رامنځته کړي زموږ حوصله به خلاصه نشي او ټول عمر به د خلکو حدمت وکړو.»
د کندهار والي ګواښ وکړ چې له اداري فساد او ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې به سخت کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه:«د افغانستان د خلکو دښمنان به یوه ورځ ماته وخوري او زما زمنه دا ده چې هېڅکله به شا تګ ونکړو.»
په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکي د خپل والي له راتګ څخه خوشاله دي او نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې غوښتنه کوي.
کابو دوه میاشتې مخکې د کندهار والي په خپل مېلمستون کې کله چې له بهرنیو مېلمنو سره ناست وه د چاودنې په ترڅ کې ټپي شو.
په دې پېښه کې کابل کې د عربي اماراتو سفیر، د کندهار مرستیال والي، او یوه افغان ډېپلوماټ په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.
د مطلب کود: 139545