کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر حقاني شبکې د امریکا هوایي برید او د پاکستان پوځ مشر غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جوزا 1396 ساعت 9:40


د پاکستان پوځ لوی درستیځ جنرال قمر جاوید باجوه د امریکایي ځواکونو له خوا د نوې هوایي برید په اړه غبرګون وښود او ټینګار کوي چې ورته اقدامات زیان اړونکې او د دوه اړخیزو استخباراتي همکاریو خلاف کار دی.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان پوځ دا توان لري تر څو د دوه اړخېزو همکاریو په چوکات اقدمات وکړي که چېرې دوی سره استخباراتي معلومات شریک شي.

د راپورونو له مخې، د دو شنبې په شپه ناوخته د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې د حقاني ترهګرې شبکې یو قوماندان وژل شوی دی.

د سرچینه په وینا، په دغه برید کې د حقاني ترهګرې شبکې قوماندان چې ابوبکر نومېده وژل شوی دی.

افغان چارواکي وایي، حقاني شبکې د طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان ځواکونو او حکومت بریدونه کوي.

چارواکي زیاتوي، چې حقاني شبکه د پاکستان په مهم ښارونو کې خوندې ځایونه لري او د ای ایس ای د مټ په توګه کار کوي، خو پاکستاني چارواکي تل دغه تورونه ردوي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې څو ورځې مخکې اعلان کړی، چې د دغه بنسټ څېړنې ښيي په پلازمینې کابل کې د تېرې ورځې برید د حقاني شبکې لخوا او د پاکستان د استخباراتي اداري په لارښونې شوی.

سرچینه: خامه پرس


د مطلب کود: 144773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144773/پر-حقاني-شبکې-د-امریکا-هوایي-برید-او-پاکستان-پوځ-مشر-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com