کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دوو میاشتو په ترڅ کی ۵۲ تنه امنیتی ځواکونه د طالبانو سره یوځای سوی دی

24 سرطان 1396 ساعت 14:51

طالبان د یو اعلامیه په خپرولو سره دا ادعا کړی دی چی د دوو میاشتو په ترڅ کی ۵۲ تنه امنیتی ملی پولیس او سیمه ایز پولیس د قندز ولایت په خان آباد کی د طالبانو سره یوځای سوی دی.


د آوا په ګزارش سره، د طالبانو دا ادعا په داسی حال کی صورت نیولی دی چی د قندز سیمه ایز چارواکی د طالبانوسره د امنیتی ځواکونو یوځای کیدل ردوی.

طالبان خپله په دی اعلانیه کی د ۵۲ تنو امنیتی ځواکونو نومونه لیست کړی دی چی ګویا د طالبانو سره یوځای سوی دی.

ددی بیانیی په اساس دا ځواکونه د دروازه کن، ابراهیم خیل، سبحانی، کوهستانی، باصوص، زرکمر، ارباب قیوم، دولت یار، ساری، چوپانی، ملاخیل، جنت باغ، لغمانی، ملاجمعه خان، چهار توت، موسی زی، بابکرخیل، جنګل باشی او نرورو سیموکی، د قندز ولایت خان آباد ولسوالی کی و طالبانو ته تسلیم سوی دی.

طالبانو ادعا کړی دی چی دا ځواکونه تعهد کړی دی چی د عمر ترپایه پوری به د طالبانو سره ولاړ وی.


د مطلب کود: 146384

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146384/د-دوو-میاشتو-په-ترڅ-کی-۵۲-تنه-امنیتی-ځواکونه-طالبانو-سره-یوځای-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com