کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د داعش پر مورچلو هوايي بریدونه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جدی 1396 ساعت 12:50


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې اچین او هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش پر سنګرونو هوايي بریدونه شوي، چې اولس داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، تیره ورځ ناوخته د هسکی مینی ولسوالی انګورقلعه په ساحه کی بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ترسره کړی، چی په ترڅ کې یی ۱۴ تنه داعش وسله وال وژل شوی.

خوږیاڼی دغه راز وايي، د اچین ولسوالۍ پیښی اړوند تختو په سیمه کی هم هوایي برید ترسره شوی چی په پایله کې دری داعش وسله وال وژل شوي .

نوموړی زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 156338

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156338/ننګرهار-کې-د-داعش-پر-مورچلو-هوايي-بریدونه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com