کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کی تروریستی برید د ۷ تنو ترهګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسیدل

29 جوزا 1396 ساعت 12:40

د پکتیا ولایت امنیه قوماندان وایی چی د اخر بریدکوونکی په وژل کیدو سره، د سپین غر ۳۰۳ قوماندانی زون مقر کی نښته پرون د غرمی وروسته پای ته ورسیدل.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د توریالی عبدیانی په وینا د دولت مسلح مخالفانو په ډله ایز برید کی ۵ پولیس شهید او ۱۶ تنه د ملکی کسانو په شتون ټپی سوی دی.
دا برید تیره ورځ د ۶:۳۰ بجو په شاوخوا په ګردیز کی شروع سو.
پر قوماندانی باندی اووه ترهګر برید وکړ او د پکتیا امنیه قوماندان په وینا طالبان د دوو موټرانو سره د سپین غر ۳۰۳ قوماندانی زون باندی برید وکړ. په لمړۍ سر کی لوی موټر یی د امنیتی ساتونکو له لوری پیژندل کیږی او درول کیږی او وروسته هم چاودنه کوی.
په دی برید کی یو تن ترهګر په چاودنه کی هلاک او ۶ تنه نور هم د امنیتی ځواکونو له لوری د پښو څخه وغورځول سو.


د مطلب کود: 144999

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144999/په-پکتیا-کی-تروریستی-برید-د-۷-تنو-ترهګرو-وژل-کیدو-سره-پای-ته-ورسیدل

آوا
  https://www.avapress.com