کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهارکی ۴ تنه د چاودیدونکو توګونیول شوی دی

21 اسد 1396 ساعت 19:03

د ننګر هار چارواکی وایی، په دی ولایت کي د سرحدي ۳۰۱ لوا منسوبينو ۴ کسانو ‎د چاوېدونکو توکو ډک دوه کرولا موټرو سره یو ځای نیولي دي.



 د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د یاد لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل نن ورځ په دی اړه خبريالانو ته ویلی، چې د یاد ولايت اړوند په مومندرې ولسوالۍ کې د دغې لوا د شپږم کنډک منسوبينو د يو کشفي راپور پر بنسټ په دوو کرولا موټرو کې بار چاودېدونکي توکي نيولي دي.
هغوی وایی، چې په نيول شويو چاودېدونکو توکو کې ۹۰۰۰ چاودېدونکې پټاقۍ او ۳۵۰۰ متره ثانيه سوز لينونه شامل دي.
له بل خوا ویلکږی، چې د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې د پنجنشبي په ورځ د دوو کورنیو کابو ۱۶ غړي په یوه موټر کې په نښه شول او ووژل شول.


د مطلب کود: 148120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148120/ننګرهارکی-۴-تنه-د-چاودیدونکو-توګونیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com