کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان شیعه علماوو شورا د الزهرا(س) مسجد باندی برید په محکومیت کی:

مساجدو باندی برید عاملان، نه دین پیژنی، نه مذهب، نه مقدس مکان او نه هم مقدس زمان

27 جوزا 1396 ساعت 14:33

د افغانستان شیعه علماوو شورا د یو بیانیی په خپرولو سره د الزهرا(س) مسجد باندی تروریستی پیښی په اړه وویل چی مساجدو باندی برید عاملان، نه دین پیژنی، نه مذهب، نه مقدس مکان او نه هم مقدس زمان.


د افغانستان شیعه علماوو شورا د حکومت او امنیتی چارواکو څخه غوښتی دی چی د ټولو اوسیدونکو امنیت تامین بالخصوص مقدس اماکنون امنیت لپاره، جدی تدابیر ونیسی.
د بیانیه متن په لاندی توګه دی:

بسم الله الرحمن الرحیم
« وسیعلم الذین ظلموا ای منقلب ینقلبون » (قرآن کریک)
په ډیر تاسف او خواشینی سره خبر سولو چی یو ځل بیا د ابن ملجم پلید او جنایتکاره لاسونه، نا بخښونکی جنایت ترسره کړل او د رمضان مبارکی میاشت په ۲۱ نیټه او د امام علی (ع) د شهادت په شپه، پر مسجد باندی د خدای تعالی پر لمونځ کوونکو باندی برید کړۍ، ډیر کسان شهید او نور ټپیان کړل او د کوچنی اختر د رارسیدو په لړ کی ځینی کورنۍ د غم پر ډګر باندی کښینول.
د افغانستان شیعه علماوو شورا دا جنایت په سختو الفاظو وغنده او ددی پیښی لمونځ کوونکو شهیدانو( بلخصوص فداکاره شهید سرتیری ) لپاره د خدای تعالی دربار څخه جنت فردوس استدعا او غوښتنه کوی اود ټپیانو لپاره عاجل شفا غوښتونکی دی او د داغداره کورنیولپاره د تسلیت ترڅنګ، د صبر غوښتونکی دی او د فرصت څخه په ګټه اخیستنی سره لاندی ټکی باندی ډیر ټینګار کوی:
1- دا ډول کورکورانه بریدونه او جنایتونو یو ځل بیا شکاره کړل چی ددی ډولو جنایتونو عاملان نه دین پیژنی نه مذهب او نه هم مقدس مکان او زمان.
2- یو ځل بیا په ډیر ټینګار څخه د امنیتی مقاماتو څخه غواړو چی د ټولو اوسیدونکو د امنیت ساتلو لپاره بالخصوص مقدس اماکنو امنیت لپاره، جدی تدابیر ونیسی.
3- د ټولو فهیم او متدین هیوادوالو څخه غواړو چی د اسلامی اخوت او وحدت ساتلو کی هڅه وکړی او د مسلمانانو وحدت دشمنانو توطئی د اوبو سره یوشان کړی او دشمنان دی د هغوی هیلی د هغوی سره ګور ته یوسی.
او په اخر کی د ټولو متدین او لمونځ ګذاره هیوادوالو څخه غواړو چی په دی پرفیض او پربرکته میاشت کی، د هر وخت څخه مخکی د اسلامی هیوادونو سولی او ثبات لپاره بالخصوص د افغانستان سولی او ثبات لپاره دعا وکړی.
والسلام علینا و علی عباد الله الصالحین
د افغانسان شیعه علماوو شورا


د مطلب کود: 144899

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144899/مساجدو-باندی-برید-عاملان-نه-دین-پیژنی-مذهب-مقدس-مکان-او-هم-زمان

آوا
  https://www.avapress.com