کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملی امنیت عمومی رئیس د سنا په مجلس کی استجواب سو

29 جوزا 1396 ساعت 12:36

په هیواد کی د ناامنیو ډیریدو او تروریستی بریدونو په لړ کی، ملی امنیت رئیس پرون د سنا په مجلس کی استجواب سو.


د آوا د ګزارش له مخی، معصوم استانکزی؛ د ملی امنیت عمومی مشر په هیواد کی تروریستی بریدونو ډیریدو ته په اشاره سره وویل: ډیر تروریستی بریدونه مخکی تر اجرا د امنیتی ځواکونو له لوری خنثی سوی دی.
هغه د زنبق څلور لاری باندی برید په اړوند، دری کسه ددی پیښی  له امله نیولی ددی او وویل: د تانکر د چاوندی په اړه دری مرحلی څیړنی صورت نیسی او هراړخیزه څیړنی همدارنګه ادامه لری.
ملی امنیت رئیس وویل چی د زنبق څلور لاری برید مخکی دا اطلاعات شتون درلود چی برید د یو لوی موتر په واسطه صورت نیسی خو مشخصا د تانکر څخه نوم نه وو اخیستل سوی.
استانکزی وویل چی خپل استخباراتی شتمنۍ د جرمنی او امریکا اطلاعاتی سازمانونو په اختیار کی مو ورکړی دی او که اطلاعات شتون نه وای درلودلای نو دا تانکر به دیپلوماتیک سیمی ته واردیدل او په افغانستان کی یو لوی فاجعه رامنځته سوی کیدل او افغانستان د یو لوی بین المللی انزوا سره مخامخیدله.
هغه وویل چی دا تروریستی برید یواځی افغانستان حکومت باندی نه بلکه پر خارجی سفارت خانو باندی ترسره کیدله او دا خبره نه موږ او نه خارجی هیوادونه پریږدی.
دا لوړ پوړۍ چارواک وویل چی د جمعی ورځی لاریون هم د قانون په اساس نه وو رامنځته سوی او قانون پکښی نه وو رعایت سوی چی په نتیجه کی یی ۱۹ پولیس په دی لاریون کی ټپی سو.


د مطلب کود: 144998

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144998/د-ملی-امنیت-عمومی-رئیس-سنا-په-مجلس-کی-استجواب-سو

آوا
  https://www.avapress.com