کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ۴۲ طالب جنګيالي وژل شوي او ۲۷ ټپيان دي

12 سرطان 1396 ساعت 16:14

د هلمند چارواکی وایی، تېره شپه شاوخوا اته بجې د ناوې ولسوالۍ پر دريو مهمو سيمو د افغان کمانډو ځواکونو له لوري د غوڅ ملاتړ په هوايي همکارۍ ځانګړي عمليات په لاره اچول شوي، چې له مخې يې طالب جنګيالي سخت ځپل شوي او د لومړنيو معلوماتو په اساس ۴۲ مخالفين وژل شوي، ۲۷ ټپيان دي او ګڼې سيمې ترې پاکې شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی، په وژل شويو مخالفينو کې څلور تنه ډلګی مشران هر يو حاجي احمد، فيضي، ثاقيب او حقبين شامل دي. او دغه راز څلور تنه نور ډلګی مشران يې هم نادرکه دي.
سرچینو زیاتیوی، په دې عملياتو کې څلور عرادې موټرونه، ۱۸ عرادې موټر سايکلونه، دوه ميله دهشکه او ګڼې نورې سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
خبر پانه زیاتیوی، ياد عمليات د ناوې ولسوالۍ لوی کلي، ژړ صاحب او عېنک سيمو کې لا هم دوام لري، چې په هکله به يې نور معلومات وروسته خپاره شي.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وایی، د يوه بل خبر له مخې د لښکرګاه اړوند بولان سيمه کې پر دوه مهمو مرکزونو د افغان هوايي ځواکونو بريدونو کې د دښمن ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ کسان يې نور ټپيان دي، دغه راز دوه کارخانې او پنځه عرادې موټر سايکلونه يې هم له منځه وړل شوي دي.


د مطلب کود: 145762

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145762/هوايي-او-ځمکنيو-عملياتو-کې-۴۲-طالب-جنګيالي-وژل-شوي-۲۷-ټپيان-دي

آوا
  https://www.avapress.com